په غزني ولایت کي د یوې چاودني او یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او درې کسان نور ټپیان سوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چي، چاودنه پرون د څلورمي ناحيې اړوند د ولډینګ په یوه سرای کي او ترافیکي پېښه نن هم د څلورمي ناحیې په خرخشه سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د دغه دفتر په وینا، چاودنه پر کارګرو د ولډینګ کولو پر مهال په یوه ټانکر کي سوې او له امله یې درې کسان وژل سوي او ترافیکي پېښه د فلډر ډوله موټر د چپه کېدو په نتیجه کي رامنځ ته سوې، چي له امله ئې یو کس وژل سوی او درې کسان نور ژوبل سوي دي.
دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، تېره چهارشنبه هم په دغه ولایت کي د یوې چاودني او یوې ترافیکي پېښي له امله شپږ کسان ووژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي وه.