په غزني کښي د ترافيکي پېښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل سوې، خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د سه شنبې په ورځ د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کښي د ترافيکي پېښي له امله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي دغه ترافيکي پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د دغه ولایت د ګېلان ولسوالي پښ ‌کندي سیمه کښي یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي په ياده ترافيکي پېښه کښي دوه تنه وژل سوي او څلور تنه نور ټپيان سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *