د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي چي، په شمالي غزه کي د اسراییل په برید کي ۱۷ کسان وژل سوي دي.
د هغه روغتون چارواکي، چي د وژل سویو کسانو جسدونه ورته انتقال سوي، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چي دغه برید نن سهار پر یوې کورنۍ چي بېځایه سويو خلکو پکښي پناه اخیستې وه، سوی دی.
برید د جبالیا په کډوالو کمپ کي سوی، چي پر دغه کمپ اسراییل له یوې میاشتي راهیسي بریدونه کوي.
بل خوا د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، د اسرايیل لهخوا پر بعلبك ساحه په هوايي حملو کي ۲۰ کسان وژل سوي، پهدې ډله کي هغه ۱۱ کسان شامل دي، چي په الكنيسه سیمه کي وژل سوي دي.
۱۳ نور کسان د لبنان په جنوب کي چي حزبالله ډله پکښي زیات حضور لري، د اسرايیل په نورو حملو کي وژل سوي، چي په هغوی کي ۷ تنه ژغورونکي شامل دي.
د وزارت په وینا ۱۴ نور کسان ټپیان سوي هم دي.