په غزه کي د اسرايیلو په تازه بریدونو کي ۲۹ فلسطینیان وژل سوي

راپورونه وایي، په غزې تړانګه کي د اسرایيلو عسکرو په دوو جلا، جلا بریدونو کي لږترلږه ۲۹ فلسطینیان وژل سوي.
په غزې تړانګه کي د روغتیا وزارت ویلي، دا کسان هلته د مرستو په انتظار ولاړ ول چي د بریدونو ښکار سول.
د حماس تر واک لاندي د غزې په تړانګه کي لومړۍ پېښه د سیمي په مرکزي برخه کي په النصیرات کیمپ کي سوې چي اته تنه پکښي وژل سوي.
وزارت وايي، دویمه پېښه د غزې په شمال کي په یوه څلورلاره کي سوې او هلته د اسرایليو عسکرو په ډزو په کي لږترلږه ۲۱ کسان وژل سوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان سوي دي.
د غزې جګړې په سیمه کي شاوخوا دوه نیم میلیونه وګړي بې ځایه کړي، په داسي حال کي چي خلک د خوړو په لټه سرګردانه دي، اکثره وخت د مرستو د وېش پرمهال د ګډوډۍ مرګوني پېښي رامنځ ته کیږي.