په غزه کي د اسراییلو د بریدونو له امله ۱۴ کسان وژل سوي دي

په غزه کي د اسراییلو د هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړو په ګډون ۱۴ کسان وژل سوي دي

دغه بریدونه د غزې د «دیارالبلاح» سیمو کي سوي او له امله یې یوه مور او د هغې څلور اولادونه وژل سوي دي.
له دې برید سربېره د بې‌ځایه سویو کسانو پر ښوونځیو د نورو بریدونو له امله لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر غزه د اسراییلو د برید پیل راهیسي تر دې مهاله څه باندي ۴۱زره فلسطینیان وژل سوي او څه باندي ۹۵زره نور ټپیان دي.
له دې سره پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کي یو کس وژل سوی او ۱۷ نور ټپیان دي او ویل سوي چي اسراییلو د لبنان سره پولو ته نږدې خپل پوځي وسایط او درنې وسلې هم ځای پر ځای کړي.
اسراییلو ویلي چي پر لبنان به خپلو ژورو بریدونو ته تر هغه دوام ورکوي، چي خپلو موخو ته نه ‌وي رسېدلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *