په غزه کي د اسراییلو په بریدونو کي ۳۶ کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي

د فلسطین روغتیايي چارواکو د غزې پر ځینو برخو د اسرائیلو له بریدونو وروسته د لږ تر لږه ۳۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخي، دغه بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د غزې تړانګي پر بېلابېلو سیمو سوي دي.
د شمېرو له مخي، شاوخوا سل تنه ټپيان سوي او ډېر يې تر خاورو لاندي سوي دي.
پرون د غزې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ چي د تېر کال له اکتوبر میاشتي راهیسي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د قربانیانو شمېر ۴۴ زره ۴۶۶ کسانو ته رسېدلی او تر ۱۰۵ زره ۳۵۸ ډېر ټپیان سوي دي.
خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په غزه کي وضعیت «ناوړه» بللی او پر نړیوالي ټولني یې ږغ کړی چي په غزه او ټول منځني ختیځ کي د تلپاته سولي بنسټ کښېږدي.
په غزه کي د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسي د غزې له ۲،۲ میلیونو وګړو څخه کابو ۱،۵ میلیونه تنه بې ځایه سوي دي.