په غزه کي د اسراییلو په بریدونو کي ۷۳ تنه وژل سوي پر لبنان هم د اسراییلو بريدونه دوام لري

د حماس تر کنټرول لاندي روغتیايي چارواکي وايي، پرون د اسرايیل هوايي ځواک په شمالي غزه کي د بیت لاهیا په ښار کي یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه کړه، چي لږ تر لږه ۷۳ کسان پکښي وژل سوي او لسګونه نور ټپیان سوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌مخي، پر جګړې د اسرايیل، حماس او حزب‌‌الله ټینګار د دې هیله کمه کړې چي د یحیی سنوار وژل به په غزه او لبنان کي اوربند ته لاره هواره کړي.
د دې راپور له‌مخي، د اسرايیل الوتکو د شنبې په ورځ د غزې په جنوب کي اعلامیې غورځولي، چي په هغو کي د یحیی سنوار عکس او دا پیغام لیکل سوی وو چي حماس به نور پر غزه واکمني ونه‌‌کړي.
له بلي خوا د اسراییل پوځ اعلان کړی چي دوی د یک‌شنبې په ورځ په لبنان کي د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کي د وسلو د تولید پر یوه مځکني ورکشاپ برید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *