په غزه کي د سراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کي د حماس د یو شمېر غړیو تر څنګ سلګونه ملکي کسان وژل سوي دي.
فلسطیني چارواکو تایید کړې، چي د اسراییل په بریدونو کي د حماس څلور جګپوړي غړي وژل سوي. په بریدونو کي د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل سوي.
حماس په یوه اعلامیه کي د دغو کسانو وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چي د دوی لاره به جاري او وژل به یې د دوی هوډ اغیزمن نه کړي.
په دغو بریدونو کي، چي نن سهار وختي وسول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل سوی.
حماس ویلي، چي په دغو بریدونو سره د دوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، چي اسراییل د لویدیز بیت المقدس په اشغال سویو سیمو کي د خپلو خلکو میشتول چټک کړي دي.
یاد دفتر وايي، دا له اسراییل سره د دې سیمو د یوځای کولو د دوامدارو هڅو یوه برخه ده، چي له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کي دي.