د غزې اوسېدونکي بېره لري چي اسراییل د غزې په شمال کي د استوګنې د سیمو د تخلیې لپاره ښايي نوري هوايي حملې هم وکړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې پرون وویل، اسراییلو د هغو لاریو شمېر کم کړی چي غزې ته مرستي رسوي او وايي چي لهدې سره به خوړو، درملو او نورو ضروري موادو ته اړتیا زیاته سي، خو اسراییلو دا خبره رد کړې ده.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا په بیت لاهیا سیمه کي د اسراییلو په پروني برید کي یوشمېر کسان مړه او ټپیان سوي او پهدې سیمه کي پر یوه کور د پرون سهارنۍ بمبارۍ په پایله کي اووه کسان وژل سوي دي.
سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په زوایده ناحیه کي د اسراییلو په یوبل هوایي برید کي څلور کسان او د غزې په مرکزي او جنوبي برخو کي په جلا حملو کي پنځه کسان وژل سوي دي.