د اسراییلو پوځ وايي چي غزه کي د تازه نښتو پرمهال یې یو سرتېری وژل سوی چي ورسره په غزه کي د وژل سویو اسراییلي سرتېرو شمېر ۷۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.
په غزه کي د اسراییلو له لوري له څو مودې راهیسي سخت بریدونه او کلابندي روانه ده چي د یاد ښار زرګونه کسان د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له نشتون سره مخ دي.
د غزې په شمال کي د اسراییلو د بریدونو پرمهال اته کسان وژل سوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
دا هوايي برید د جبالیه البلاد کي پر یوه کور سوی دی.
د غزې شمال کي پر کمال اډوان روغتون اسراییلو د روغتیايي او نورو توکو لېږد بند کړی او د یاد روغتون وروستی امبولانس یې، هم لهمنځه وړی دی.