په غزه کي د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کي ۶۶ تنه وژل سوي او ۵۰ نور ټپیان دي

رویټرز راپور ورکړی چي، په غزه کي د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کي تېره ورځ لږ تر لږه ۶۶ تنه وژل سوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
په راپور کي د غزې د روغتیایي مسوولینو په حواله راغلي چي، ۳۰ تنه دغه کسان د بې ځایه سویو فلسطینیانو په النصیرات پنډغالي کي د اسراییلو په یوه هوایي برید کي وژل سوي دي.
د راپور له مخي، د دغو وژل سویو ۱۳ تنه یې د بشري مرستو ساتونکي وه.
حماس ویلي، اسراییلي ځواکونو د تېر زېږیز کال له اکټوبر راهیسي په غزه کي د بشري مرستو لږ تر لږه ۷۰۰ ساتونکي وژلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چهارشنبې په ورځ په لوی اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چي په غزه کي د فوري اوربند غوښتنه په کښي سوې ده.
د ملګرو ملتونو په تازه تصویب سوي پرېکړه لیک کي د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ملاتړ هم سوی، چي اسرائیل یې پر فعالیت بندیز لګولی دی.