په غزه کي د الجزیرې خبري شبکې پنځه خبریالان وژل سوي

د الجزیرې تلوېزیون تائید کړې، چي د غزې په ښار کښي د الشفا روغتون ته نژدې د اسرائيلو د هوایي برید له امله د دې شبکې پنځه خبریالان وژل سوي دي. په وژل سوو کي انس‌الشریف، محمد قريقه، فلم‌اخیستونکی ابراهیم ظاهر، محمد نوفل او مومن عليوه شامل دي.
د‌ معلوماتو د‌ مخي چي دغه خبريالان روغتون ته نژدې په یوه خیمه کي ناست وو، چي برید پر سوی.
د الجزیرې چارواکو ویلي، چي په برید کي ټول اووه کسان مړه سوي دي. دغه شبکه زیاتوي، چي دا برید د رسنیو پر ازادۍ یو ښکاره او قصدي برید دئ. د الجزیرې اجرائیه مشر محمد معوض ویلي، انس‌الشریف د غزې له حالاتو نړۍ ته د معلوماتو رسولو یوازینی ږغ و.
الجزیرې دا هم ویلي، چي څو اوونۍ وړاندي ئې خبرداری ورکړی و چي د اسرائیلو پوځ د دوی خبریالان هدف ګرځوي.