په غزه کي د بې‌ ځایه سویو پر کمپ د اسراییلو په برید کي ۴۰ کسان وژل سوي او ۶۰ نور ټپیان دي

د اسراییلو په هوايي برید کي د فلسطیني خیمو پر یوه کمپ چي د غزې د جګړې بې‌ځایه سوي خلک پکښي اوسېدل، لږترلږه ۴۰ تنه وژل سوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د فلسطیني چارواکو په خبره، دا پېښه د سه شنبې په ورځ سهار وختي د سپټمبر په لسمه وسوه.
د حماس تر کنټرول لاندي ملکي دفاع ډله وايي، د مواسي په سیمه کي چي د بشردوستانه زون په نوم یادېږي، د ۴۰ تنو جسدونه تر لاسه سوي او د نورو د پيدا کېدو هڅي رواني دي.
اسراییل بیا ادعا کړې چي د حماس د یوې ډلي د قوماندي او کنټرول پر مرکز یې برید کړی دی.