په غزه کي د جګړې دوام؛ ملګري ملتونه وایي، د بشري ناورین یوه څپه رامنځته سوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همږغي کوونکې سیګرید کاګ وايي، د غزې په تړانګه کي جګړې د بشري ناورین یوه څپه رامنځته کړې ده.
اغلې کاګ د خان یونس او رفح سیمو له ځینو برخو د خلکو د ایستلو لپاره د اسراییل د وروستي حکم په اړه اندېښنه ښيي او دا یې د فلسطینیانو د دردونو او کړاوونو د زیاتوالي لامل بللی دی.
په ملګرو ملتونو کي د چین سفیر هم د غزې تړانګي وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چي د شخړو د پای ته رسولو طریقه اغېزناکه نه ده.
امریکا بیا له اسراييل څخه غوښتي چي په غزه کي د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ژمني وکړي او یوه هر اړخیز اوربند ته د رسېدو لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.
اسراييل په دې وروستیو کي پر غزې د خپلو بریدونو نوی پړاو پیل کړی او د خان یونس اوسېدونکو ته یې د خپلو کورونو د پرېښولو امر کړی دی.