په غزه کي د جګړې ۲۰۵ ورځي؛ ۳۴ زره تنه وژل سوي چي ۲۴ زره یې ښځي او کوچنیان دي

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، د جګړې په تېرو ۲۰۵ ورځو کي د اسراییلو په هوایي، مځکنیو او سمندري بریدونو کي د ټولو وژل سویو فلسطینيانو شمېر ۳۴ زره ۴۵۴ ته او د ټپیانو شمېر ۷۷ زره ۵۷۵ تنو ته رسېدلی دی.
راپورونه وایي، په وژل سویو کي ۱۴ زره ۵۰۰ یې کوچنیان او ۹ زره ۵۰۰ یې ښځي دي.
د اسرایلو له لوري د ملکي وګړو وژنه لاهم روانه ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د غزې په بېلابېلو سیمو کي د هوایي بریدونو او مځکنیو عملیاتو له امله ۶۶ کسان وژل سوي دي.
راپورونه وایي، ممکن زرګونه نور کسان تر ویجاړو سویو ودانیو لاندي سوي وي، چي لا یې برخلیک او شمېر نه دی معلوم.
دغه جګړې تر یو نیم میلیون زیات کسان بې ځایه کړي، چي اوس مهال له سختي لوږي او مرګوني حالت سره مخ دي.