په غزه کي د لوږي له امله ۹۲ کوچنيانو ژوند د لاسه ورکړی

د غزې د روغتيا وزارت د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په دې وروستيو کي په غزه کي د لوږي له امله ۱۶۲ کسان مړه سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه کسانو کي ۹۲ کوچنيان هم شامل دي، چي د لوږي له امله ئې ساه ورکړې ده.
په ورته وخت کي د الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چي یوازي تېره ورځ په غزه کي د اسرائیلو له خوا په بريدونو کي شاوخوا سل کسان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ټپيان سوي دي