په غزه کي د ماشومانو تدريجي وژنه شروع ده.

د ماشومانو د خوندي ساتلو نړیوال سازمان کي د بشري پالیسۍ او ملاتړ مشرالکساندر سيه ويلي چي د بشري مرستو د ليږلو مخنيوی د اسراييلو له خوا په غزه کي د ماشومانو د تدريجي وژلو په معنا ده.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، د غزې په شمال کې شپږ ماشومان د کمال ادوان او الشیفا په روغتونونو کې په وجود کي د اوبو د کموالي او خوارځواکۍ له امله مړه سوي، په داسي حال کي چي د نورو روغتيايي حالت هم د انديښنې وړ دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې په غزه کي د روغتیا پاملرني ټول سیستم له منځه تللی دی: “او ويلي يي دي د اسراييلو له خوا دا ډول اقدامات پر روغتیایي پاملرني بريد دی ،چي په نتيجه کي يي د روغتيا پالني سستم د سقوط په لور روان دی.”