په غزه کي د نښتو زیاتوالی؛ د بایډن اداره غواړي اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو اضافي وسلې ورکړي

راپورونه وایي، تېره شپه د غزې په شمالي او جنوبي برخو کي د اسرائیلي ځواکونو او حماس تر منځ سختي نښتي سوي چي په وروستیو میاشتو کي تر ټولو شدیدي بلل سوي دي.
اسراییلي ټانکونه ګڼ مېشتو سیمو او په شمال ختیځ کي د سخت دریځو د قوي سنګر، جبالیه کمپ تنګو کوڅو ته ننوتلي چي له سخت مقاومت سره مخامخ سوي دي.
حماس ویلي چي وسله‌ والو یې د جبالیه په ختیځ کي د سختو نښتو په ترڅ کي یو شمېر اسرائیلي پلي سرتيري وژلي او ټپیان کړي دي.
بل خوا د جوبایډن ادارې د کانګرس مخکښو غړو ته ویلي چي غواړي اسراییلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت اضافي وسلې او مهمات واستوي.
د استازو جرګې درېیو غړو پرون دا خبر ورکړ خو لا روښانه نه ده چي دا وسلې او مهمات به څه وخت اسرائیلو ته واستول سي.
د بایډن ادارې په روانه میاشت کي د ۳۵۰۰ بمونو یوه بله جوپه هم اسرائيلو ته استولې وه چي د هر یوه بم وزن یې له ۹۰۰ کیلوګرامو زیات وو.