د غزې تړانګي په شمالي برخه کي نن چهارشنبه د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کي د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل سول.
روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چي، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نهسي کېدای چي د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کي په لسګونو ډاکټران توقیف سوي دي.
اسراییل په وروستیو اوونیو کي د غزې په شمال کي هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ مځکني عملیات پیل کړي دي.
اسراییل ویلي چي، دغه عملیات د حماس ډلې د وسلهوالو په لهمنځه وړلو متمرکز دي.
د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کي د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي.