په غزه کي پر یوه ښوونځي د اسرايیلو په حمله کي لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل سوي دي

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګي پر یوه ښوونځي د اسرايیل په حمله کي پرون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل سوي دي.
هغو کسانو چي په ښوونځي کي يې پناه اخیستې وه، وايي په پېښه کي ۵۴ نور کسان ژوبل سوي هم دي.
په همدې حال کي د لبنان په جنوب کي د ملګروملتونو د سوله‌ ساتني پر یوه مرکز د اسرايیل یوه جلا حمله د دې سبب سوه، چې ایټالیا د اسرايیل سفیر احضار کړي.
د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي، په ناقوره ښارګوټي کي په‌دې پېښه کي د دوی د څار برج ویشتل سوی او دوه سوله ساتي یې ټپیان سوي دي.
بل خوا د لبنان روغتیا وزارت ویلي،‌ د دغه هیواد د پلازمېني بیروت په زړه کي پنجشنبه ماښام د اسرائيلي ځواکونو په هوايي بریدونو کي لږترلږه ۲۲ کسان وژل سوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *