په غزه کي په يوه ورځ ۶۲ کسان وژل سوي

نړۍوالو رسنيو خبر ورکړی، چي د اسرائیلو پوځ په يوه ورځ ۶۲ کسان په غزه کي وژلي دي. د الجزیرې د راپور د مخي چي دا کسان د سې شنبې په ورځ ، د جولای پر ۲۹ نېټه، په ټوله غزه کي هدف ګرځول سوي او ژول سوي دي.
په راپور کي دغه راز ويل سوي دي، چي په قربانیانو کي د ماشومانو، ښځو او ۱۹ تنه د بیړنیو مرستندویو ادارو کارکوونکي په کښي شامل دي.
دا په داسي حال کي ده، چي ملګري ملتونه په غزه کي د لوږې د زیاتېدو خبر ورکړی او په خبره چي غزه اوس تر بل هر وخت زیاتو بشري مرستو او لاس نيوي ته اړتيا لري