په غور او بدخشان کي سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

د غور ولایت چارواکي وایي، د تیري ورځي په سېلابونو کي شاوخوا پنځوسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم ویلي، په دغو سېلابونو کي یو شمیر کسان ټپيان سوي هم دي او د تګ راتګ لاري هم بندي سوي دي.
دغه راز په بدخشان کي هم تېره ورځ سېلابونه راوتلي چي له مرکز فیض اباد سره ېې د یوولس ولسوالیو لاري تړلي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، لاري بندي سوي خو د سېلابونو د مالي او ځاني زیان په اړه لا معلومات نسته.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت هم وایي، د تیري ورځي د سېلابونو له امله یو شمېر لویي لاري او نښلوونکي سړکونه چي د لنډي مودې لپاره د ترافیکو پر مخ تړل سوي وه، ځيني یې بیرته پرانیستل سوي او پر ځینو نورو کار روان دی.