په غور ولایت کي د غر ښویدو له امله د یوې کورنۍ ۷ کسان وژل سوي

چارواکي وایي، په غور کي د غر ښویدني له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل سوي دي.
د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وایي، پېښه تېره شپه ناوخته د چهارسدې ولسوالۍ په قورنج کلي کي رامنځ ته سوې ده.
په وروستیو کي په هیواد کي د اوروښتونو له امله په ځينو ولایتونو کي د غر ښویدني پيښي زیاتي سوي چي اکثره یې لویو لارو ته څېرمه رامنځ ته کیږي.