په غور ولایت کي یو سړی د خپل زوم له خوا وژل سوی دی

د غور مسوولین وایي، د دغه ولایت په تیوري ولسوالۍ کي یو سړی د خپل زوم له خوا په چاقو وژل سوی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې دا پېښه د تیورۍ ولسوالۍ په یرسمه سیمه کي د کورني تاوتریخوالي له امله سوې ده.
د معلوماتو له مخي د وژل سوي سړي نوم رمضان دی او امنیتي مسوولینو د قاتل د نیولو خبر هم ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي ورته پیښي سوي چي ستر لوی لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي او رواني ستونزي بلل سوي دي.
په افغانستان کي د کورني تاوتریخوالي د ډيری پيښو قربانیان ښځي او نجوني هم وي چي اکثره وخت یې لاملونه جبري نکاح او د میراث د حق بلل کیږي.