په غور کي د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ډبري غورځولو سيالۍ ترسره سوې

د غور ولايت د بدني روزني او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کي د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ډبري غورځولو سيالۍ ترسره سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته د ودي ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره سوي، په پايله کي عبدالکریم لومړی، عبدالقادر دويم او فقير احمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

د ډبري غورځولو سیالۍ اوس مهال د افغانستان په ډيرو ولایتونو کي زیاتي سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *