د غور څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي د محسن په نوم د تېر جمهوري نظام يو سرتېری ط..البانو نيولی او تر نيول کېدو درې ورځي وروسته ئې کورنۍ د مړيني جسد پيدا کړی دئ.
د سرچينې په خبره چي محسن د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنيت سرتېری وو، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ څخه وروسته ئې دنده نه درلودل او پر خپل کور ناست وو.
سرچينه زياتوي چي محسن دوه ځله مخکي هم د ط..البانو استخباراتي ادارې نيولی او زنداني کړی وو.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پخوانيو نظاميانو، مدني فعالانو، خبريالانو د نيوني او وژني پېښي خورا زياتي سوي دي.