په غور کي ولسي خلګو په خپل شخصي لګښت د نجونو يوه مدرسه جوړه کړې

د غورڅخه ځايي خلګو ځراغ تلوېزيون ته د سې شنبې په ورځ ويلي دي، چي د دغه ولايت په دولت یار ولسوالۍ کي ولسي خلګو په خپل شخصي لګښت د نجونو د مدرسې د پاره ودانۍ جوړه کړې ده.
هغوی ويلي، چي پر دغه ودانۍ باندي ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او د دغي سيمي د اوسېدونکو له خوا ورکول سوی دئ.
د دې سيمي اوسېدونکي چي د خدیجة‌الکبرا په نوم دغه جوړه سوې مدراسه په يوه وخت کي د ۱۳۰ ښځينه زده کوونکي د درس ويلو ظرفيت لري.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېرو څلورو کلنو کي د ط..البانو له پاره تر ۲۳ زره زیاتي مدرسې په عصري ډول جوړي کړي، د سياسي چارو پوهان وايي، چي د ط..البانو دغه مدرسي د جګړې د پاره د نظامي ط..البانو مرکزونه دي صرف نوم ورته د ديني زده کړو د مدرسې ورکول سوی دئ.