په غور کي يو اتلس کلن ځوان نامعلومو وسله والو وژلی

د غور څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د الله يار ولسوالۍ په دره آسيا سيمه کي يو اتلس کلن ځوان نامعلومو کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه وژل سوی، ځوان صبغت الله نومېږي او اصلي د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د غور ولايت ط..البانو د دغه ځوان د وژني په اړه په رسمي ډول تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي او خلګ ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.