په فارياب ولايت کي د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله سوه

مسوولین وایي، د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس محمد مير صارم په مشرۍ او د يو لوړ رتبه هيئت په ملتيا د ولسي سپين ږيرو، ځايي مخورو او ديني عالمانو په هلوځلو په دغه ولایت کي د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله سوه.
د فاریاب ولایت مقام وایي، د دغه ولايت د المار ولسوالۍ په غلبله سيمه کي د دوو کورنيو ترمنځ د پيښي سوي دښمنۍ له امله له دواړو لوریو يو يو کس وژل سوی وو.
مسوولین وایي، له دې جوړي روغي وروسته ښکيلو طرفونو ژمنه وکړه چي نور به د ورورۍ په فضا کي خپله دوستي پالي او هيڅ کله به بیا یو بل ته ستونزي نه جوړوي.