د فاریاب ولایت څخه محلي سرچینې وايي، چي د میمنې – جوزجان پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کي د ایران څخه راغلي ۱۹ تنه افغان کډوال ټپيان سوي دي.
د سرچينې په حواله چي دغه کډوال د بلخ ولایت پر لور روان وو، چي د اندخوی ولسوالۍ په بیشکینت سیمه کي ئې موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی، چي پر مهال ئې ۱۹ کسان ټپيان سوي دي.
د اندخوی روغتون يو تن ډاکتر سنجر عمر وايي، چي د پېښي د ځای څخه د ۸ مېرمنو او ۶ کوچنيانو په ګډون ۱۹ تنه ټپيان ياد روغتون ته د درملني په موخه ور وړل سوي.
د هغه په خبره چي په يادو ټپيانو کي د درو تنو روغتيايي حالت د اندېښني وړ ښودل سوی دئ.