د ط..البانو د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شمس الله محمدي د شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کي د ډي سي توپ د یوې سرګلولې د چاودني له امله پنځه تنه ټپيان سوي دي.
د هغه په خبره چي دغه پېښه د جمعې په ورځ د قيصار ولسوالۍ په حيدرخانه سيمه کي د زړو اوسپنو د خرڅولو په یوه دوکان کي رامنځ ته سوې ده.
نوموړي دغه راز ويلي دي، چي د پېښي قربانيان ئې د همدې ولایت د مرکز میمنې ښار روغتون ته لېږدول سوي او په خبره ئې چي د دغه ټپي سوو کسانو روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.