په فاریاب کي د ترافیکي پيښو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین وایي، په دغه ولایت کي د ترافیکي پيښي له امله لس تنه مړه او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د هغه په وینا، یو کوچنی موټر چي له یوه واده څخه روان وو د دغه ولایت په شپږمه ناحیه یې له یوه دېوال سره ټکر سوی چي پر مهال یې مرګ ژوبله رامنځ ته سوې.
خو د دغه ولایت د ترافیکي پيښو امر احمد فهیم کوهي بیا وایي، په دې پېښه کي شپږو ښځو، څلورو کوچنیانو او یوه نارینه ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څلور نور ښځي او کوچنیان ټپيان سوي دي.
بل خوا د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په قیصار او دولت اباد ولسوالیو کي هم ترافیکي پيښي رامنځ ته سوي چي له امله یې یو کس چي تازه یې واده کړی وو مړ سوی او درې تنه نور ټپيان سوي دي.
چارواکي د دغه ترافیکي پيښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول بولي.