د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ ویلي چي، د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کي د ګازنیوني په یوه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او یو بل مسموم سوی دی.
د یادي قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دا پېښه پرون شپه د یادي ولسوالۍ د تګاب شان بازار اړوند په یوه هوټل کي رامنځ ته سوې او د پېښي د رامنځ ته کېدو لامل یې له ګاز څخه زیات استعمال او بې احتیاطي یاده کړې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، مسموم سوی کس د درملني له پاره یوه روغتون ته لېږدول سوی دی.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، تېره چهارشنبه د شپې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کي هم د ګاز نیولو په یوه پېښه کي دوې ښځي مړې او یو کس بل مسموم سوی وو.