په فاریاب کي له یوه ۱۹ کلن ځوان څخه سر پرې کړل سوی دی

چارواکي وایي، د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کي له یوه ۱۹ کلن ځوان څخه د نامعلومو کسانو له خوا سر پرې کړل سوی دی.
د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیر مفتي محمد اسماعیل فرقاني وایي، دغه ځوان چي حاجي محمد نومېدی د بلچراغ ولسوالۍ د نېشر سیمي اوسېدونکی وو.
د هغه په وینا، دغه ځوان په سیمه کي تراکتور چلوی او تر اوسه یې د قتل انګېزه نه ده معلومه خو په اړه یې پلټني رواني دي.
ده زیاته کړه، د دې قضیې په اړه د وژل سوي کس خسر نیول سوی او پوښتني ځیني کیږي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره شپه کندهار کي د نامعلومو کسانو له خوا د یوې کورنۍ درې غړي وژل سوي.