په فرانسه کي لاریون؛ افغانانو د ۳ تنو افغان ځوانانو د مرموزي وژني د څېړلو غوښتنه کړې

په فرانسه کي ځینو افغان لاریونوالو په پاریس کي د دریو افغانانو د مرموزي وژني په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.
دغه درې کسان په یوه کور کي د اپرېل میاشتي پر اوومه وژل سوي چي تر اوسه یې د قاتلانو او د پیښي د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل سوي.
لاریونوال وایي، درې تنه افغانان په یوه اپارتمان کي وژل سوي او بیا سوځول سوي دي خو تر اوسه یې په اړه هیڅ جزیات حکومت نه دي ورکړي او نه یې هم عاملین نیول سوي دي.
په پاریس کي د افغانانو دغه لاریون په تاوتریخوالي هم اوښتی او د پولیسو سره یې شخړه رامنځ ته سوې.