په فراه ولایت کي د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي، په وروستیو سیلابونو کي ۷۲ کسان مړه سوي او ډیر مالي تاوانونه هم خلکو ته اوښتي دي.
د سیار په ټکو، دغو سیلابونو نژدې دوه نیم زره کورونه، څه باندي پنځوس دوکانونه او نژدې ۳ زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.
بل پلو، د ترانسپورت او هوايي چلند د هوا پیژندني ریاست نن د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کي د واوري او باران د اوریدو اټکل کړی دی.
د وروستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه په فراه، هلمند، کندهار او نیمروز کي سیلونه راوتلي چي د ځاني تاوانونو سربیره یې، خلکو ته پراخ مالي زیانمونه رسولي دي.