په فراه کي ترافيکي پېښه؛ ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، د فراه د مرکز په دهک سیمه کي نن د یوې ترافیکي پيښي له امله یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ټپيان سوي دي.
د یاد ولایت مسوولین وايي، دا پېښه د ۵۸۰ مسافر وړونکي او یو فلډر موټر د ټکر له امله رامنځ ته سوې او ژوبل سوي کسان د یاد ولایت روغتون ته لېږدول سوي دي.
چارواکو نه دي ويلي چي دا ترافیکي پېښه د څه شي له امله رامنځ ته سوې؛ خو دا ډول ترافیکي پيښي زیات وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو نه مراعتولو، خرابو سړکونو او ځينو نورو عواملو له امله رامنځ ته کيږي.