په فراه کي د تراویح لمانځه پر مهال وسله والو درې تنه وژلي دي

د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو درې کسه ملکیان د تراویح لمانځه پر مهال وژلي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته سوې او د څېړني لپاره یې سیمي ته یو شمېر کسان لېږلي دي.
د هغه په وینا، تر اوسه په دې اړه معلومات نسته چي وژل سویو کسانو کومه شخصي دښمني لرل که نه، خو وایي، د قاتلینو په اړه جدي پلټني رواني دي.
له دې وړاندي هم په هیواد کي د روژې په میاشت کي د تراویح او روژه ماتي پر مهال په بېلابيلو پيښو کي ګڼ شمېر کسان وژل سوي دي.