د فراه ښار د مهاجرینو په سيمه کي د دوو کورنيو د خپل منځي شخړي له امله د يوې کورنۍ پلار او زوی وژل سوي او يو بل کس زخمي سوي دئ. د فراه د امنیې قومنداني څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي یادو کورنيو په خپل منځ کي خپلوي هم درلودل. په خبرپاڼه کي ويل سوې، چي د پيښې په تړاو ئې تراوسه پوري يو کس نيولی او زیاتوي چي د پيښې اصلي نوعيت تراوسه پوري څرګند نه دئ.