د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کي د سېلاب له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان سوي دي.
د فراه د پېښو پر وړاندي د مبارزې او چمتوالي ریاست وايي، یاد کسان د درېیو کورنیو غړي دي، چي د تفرېح په موخه غره ته تللي وه او بیا د سیلابي اوبو په منځ کي بند پاته سوي وه.
په فراه کي د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چي له سيمي څخه د مړو او ټپيانو د انتقالولو لپاره د دوی يوه ډله سیمي ته تللې ده.
له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په بیلابيلو سيمو کي بارانونه او سخت سیلابونه راوتلي، چي د ځاني زيان تر څنګ یې مالي زيانونه هم اړولي دي.