په فراه کي يو سپين ږیري سړي ځان وژنه کړې ده

د فراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کي د يکشنبې په ورځ يو سپین ږیري سړي ځان وژنه کړې.
د وژل سوي کس هويت او دوستان نه دي معلوم او جسد ئې د خاک سفيد ولسوالۍ په روغتون کي پروت دئ.
د يادوني وړ ده چي د ياد‌کس د ځان وژني لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ او ط…البانو هم د يادي پېښي اړوند تراوسه پوري څه نه دي ويلي.