په فراه کي يو کس ځان وژنه کړې ده

د فراه څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کي د چهارشنبې ماخستن ناوخته د اغاصاحب په نامه کس ځان وژنه کړې ده.
سرچينې دغه راز زياته کړې، چي نوموړی کس اصلي د‌غزني ولايت اوسېدونکی وو او اوس فراه کي اوسېدی.
د ياد‌کس د ځان وژني اصلي لامل تراوسه پوري نه دئ معلوم .
د يادوني وړ ده، چي ط…البانو د دغې موضوع اړوند په رسمي ډول تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.