په فلسطین کي لا هم اوربند نه دی سوی؛ اسلامي امارت یې په اړه پر نړیوالو نیوکي کړي

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخند د روژې مياشتي را رسېدو په اړه په یوه پیغام کي یو ځل بیا پر ټول بشریت په ځانګړي ډول نړیوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو ږغ کړی چي پر فلسطین د روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کي خپل مسووليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو بېړني لاسنيوي او ملاتړ ته را مخته سي.
ده ويلي، هغه څه چي په غزه کي جریان لري، د بشریت د تاریخ پر تندي تور داغ دی او هغه هیوادونه چي دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅي نه کوي، د اسرایلو جرمي شریکان دي.
له غزې څخه رارسېدلي راپورنه وایي، چي اسرایلي پوځيانو د رواني جګړې په ۱۵۷ مه او د روژې په لومړۍ ورځ هم د غزې تړانګي ګڼي سیمي بمبار کړي او یو شمېر عامو روژه په خوله فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ګڼو سیمو کي د غزې اوسېدونکو په پېشلمي کي له کافي اندازه او یا هیڅ خوراک کولو پرته روژه نیولې.
تمه کېده چي د روژې له پیل سره سم په غزه کي اوربند اعلان سي، خو برعکس جګړې لا ډېر زور اخیستی دی.

ډېر ځله داسې پېښیږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو لخوا په بازارونو کې د خوراکي او ضرورت وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړېږي، څرنګه چې رمضان المبارک د لورئینې او ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وشي. ټول مسؤل چارواکي باید د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه جدي نظارت او اړين اقدامات وکړي.

دا چې رمضان المبارک د خواخوږۍ او صله رحمۍ پیغام لري او په روژه نیولو سره موړ انسان د وږي له حاله خبریږي، بناء له ټولو هیوادوالو هیله لرم، هغه که حکومتي مسؤلین یا عام توانمند هېوادوال او پانګه وال دي، د بې وسه او فقیرو مسلمانانو مرسته دي وکړي.

سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بیلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د صهیونیستي یرغلګرو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي.

موږ یو ځل بیا پر ټول بشریت خصوصاً نړیوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو غږ کوو، چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسؤليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي. څه چې په غزه کې جریان لري، د بشریت د تاریخ پر ټنډه تور داغ دی او هغه هیوادونه چې دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅې نه کوي، د صهیونستي یرغلګرو جرمي شریکان دي.

په پای کې یو ځل بیا د رمضان المبارک میاشتې په راتګ سره د ټول اسلامي امت فرد، فرد ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم او دعا کوم چې د دې مبارکې میاشتې په برکت دې الله تعالی د مسلمانانو ترمنځ بشپړ اتحاد او خواخوږي رامنځته کړي.

الله تعالی دې د بې وسه او تر ظلم لاندې مسلمانانو حافظ او مرستندوی شي. په دې مبارکو شپو او ورځو کې له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې خصوصاً د فلسطین مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي او د هغوی هر قسم مرسته او معاونت وکړي.