په قلعه عبدالله کي د پوليسو يو افسر وژل سوی

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په قلعه عبدالله سيمه کي د پوليسو يو افسر د يوه بريد پر مهال وژل سوی دئ.
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخي دغه وژل سوی د پوليسو افسر سعدالله نومېدی.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو هم دغه پېښه منلې ده او زياته کړې ده، چي سعد الله د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله سیمه کي د پوليسو د یوې امنیتي پوستې د بريد پر مهال وژل سوی