په لبنان کي د اسرائیل په بریدونو کي ۵۵۸ تنه وژل سوي چي ۵۰ یې کوچنیان دي

په لبنان کي چارواکي وایي چي د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د وژل سویو کسانو شمېر ۵۵۸ ته رسېدلی چي د مقاماتو په خبره ۵۰ یې کوچنیان دي.
دا په ۲۰۰۶ کال کي د اسرائیل او حزب الله ډلي ترمنځ د جګړې له پیل راهېسي په لبنان کي تر ټولو خونړی برید او خونړۍ ورځ بلل کېږي.
د لبنان د عامي روغتیا وزیر وایي، تر دې دمه د عامي روغتیا وزارت شمېرې ښيي چي ۵۵۸ کسان وژل سوي چي ۵۰ یې کوچنیان او ۹۴ یې ښځي دي.
هغه زیاته کړه، چي ۱۸۳۵ کسان ژوبل سوي دي چي په ۵۴ روغتونونو کي یې درملنه کېږي.
د مقاماتو په خبره په وژل سویو کي یې څلور تنه د حزب الله ډلي سره د ژغورني د یوې ټولني کار کوونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *