د لبنان د روغتیایي او د ژغورني د چارواکو په وینا د بعلبک ښار په ختیځه برخه کي پر مدني دفاعي مرکز د اسراییل په یوه هوایي برید کي د دې مرکز د ژغورني لږ تر لږه دولس کارکونکي وژل سوي دي.
تر دې برید څو ساعته مخکي د سوریې دولتي رسنۍ وویل چي، پر پلازمېنه دمشق او شاوخوا سیمو یې د اسراییل په بریدونو کي لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل سوي دي.
د لبنان د بېړنیو چارو ادارې په یوه بیان کي ویلي، ژغورونکو پرون تر ماښام ناوخته پوري هڅي کولې چي خپل نور همکاران چي د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندي بند دي، راوباسي.
په دغه برید کي د ياد مدني دفاعي چارو د مرکز د درې کارکونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوی دی.
د لبنان روغتیا وزارت دغه برید غندلی او هغه یې د دې هیواد پر دولتي روغتیایي مرکز یو وحشیانه برید بللی دی.