په لبنان کي د پېجرونو چاودنو ۱۲ کسان وژلي او زرګونه ټپیان دي

په لبنان کي د پېجرونو چاودنو ۱۲ کسان وژلي او زرګونه ټپیان دي؛ په دې پېښه کي اسرایل ښکېل بلل سوي
د لبنان حزب الله په یوې اعلامیه کي ویلي، د دې ډلي مشر حسن نصرالله به د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۹ نېټه د پېجرونو د چاودني په اړه وینا وکړي.
په دې اعلامیه کي حزب الله ژمنه کړې چي د اسراییلو پر ضد به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او د غزې ملاتړ به کوي.
ګڼ رپوټونه وايي، د اسرائیلو جاسوسي ادارې (موساد) په لبنان کي له چاودني مخکي د حزب الله په زرګونو پېجرونو کي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه.
د لبنان یوې جګپوړي امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه پېجرونه څو میاشتي وړاندي هیواد ته ور وړل سوي وه.
بل خوا کریملین خبرداری ورکړی چي د لبنان پر حزب‌الله او نورو کسانو د چاودېدونکو پیجرونو په وسیله برید به په سیمه کي د پراخي جګړې لامل سي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته ویلي، دغه حمله کوونکي باید معلوم سي.
داسې ښکاري چي پېجرونه د تایوان نښه لري، خو تایواني شرکت په دې چاره کي هر ډول ښکیلتیا ردوي او وايي پېجرونه د هنګري شرکت له خوا جوړ سوي دي.