په لغمان کي ترافیکي پیښي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

د لغمان امنیه قومانداني خبر ورکړی، چي د کابل ــ جلال‌اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پيښي له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او د درېیو ماشومانو او یوې ميرمني په ګډون اووه نور کسان ټپیان سوي دي.
دغه پېښه نن غرمه مهال د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د دغه ولایت اړوند مشعله تنګي سیمه کي د یو کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې ده.
د دغې پیښي ټپیان د ننګرهار  ولایتي روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *