په لغمان کي ترافیکي پېښو یو تن مړ او ۵۲ نور ټپیان کړي دي

د لغمان امنیتي مسوولینو د کابل- ننګرهار په لویه لاره کي د ۳ بېلا بېلو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو له امله ۵۳ کسانو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، چي د یکشنبې په ورځي په اوږدو کي د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان په مربوطاتو کي په درېیو بېلا بيلو ترافیکي پېښو کي يو تن مړ او ۵۲ نور ټپيان سوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي لومړۍ پېښه په درونټې سیمه کي د دوو برقي موټرو ترمنځ، دویمه پېښه په کاکڅ سیمه کي د بکسې او مرسډیز ډوله موټرو ترمنځ او درېیمه پېښه د دوو سراچه ډوله موټرو ترمنځ سوې چي په پایله کي یې په ټولیزه توګه یو تن مړ او ۵۲ نور ټپيان سوي دي.

مسوولینو د یادو پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د موټرچلوونکو بې احتیاطي او زيات ګړنديتوب ښودلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *