په لغمان کي د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د اکټيټډ موسسې ٣٢٥٠ کسانو ته د کاروبار زمينه مساعده کړې ده.

په لغمان ولايت کي د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د اکټيټډ موسسې لخوا ٣٢٥٠ کسانو ته د کاروبار زمينه مساعده سوې ده. د دغه ولایت اسیدونکي اوس د خپلي سيمي د ابادولو لپاره کار کوي او هم د دغي لاري د ورځنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره پيسې ګټي.